انصار: (د کب 26مه)، د جلالباد له ګڼهګونې په ډک ښار کې ځای ځای داسې کوچني ماشومان هم تر سترګو کېږي چې یا یې شلیدلې جامې پر تن وي او یا لوڅې پښې د واټونو پر غاړه له لارویانو خیر غواړي.
۱۱کلن محمد عمر چې د جلالاباد ښار مخابراتو او تالاشۍ څلور لارې ترمنځ غځېدلي سړک څنډې ته ناست وو او له خلکو یې خیر غوښت، وايي چې د ګټې وټې یې څوک نشته او بدې ورځې اړ کړی چې خپلې اووه کسیزې کورنۍ ته د سوال په پیسو ډوډۍ وګټي.
د محمد عمر چاودلي لاسونه، پر شونډو ولاړ پتري او پر مخ یې راځوړند تار تار وېښته هم د دوی د کورنۍ د غربت کیسه بیانوي. نوموړی وايي: « پلار مریض و او مړ شوی، کور کې بل څوک نشته چې موږ ته کار وکړي، په خپله خیرات ټولوم. خلک راته لس- شل افغانۍ راکوي او مازدیګر خپلې کورنۍ ته ورباندې ډوډۍ وړم.»
۱۳کلن نوید هم د بېوزلۍ او بېکسۍ له کبله اړ شوی چې سړکونو ته راووځي او د سوال په پیسو خپله کورنۍ وچلوي. نوموړی وايي چې پلار یې پنځه کاله وړاندې په یوه چاودنه کې وژل شوی او له هماغه راهیسې د تره په کور کې اوسېږي.
نوید زیاتوي چې له اوږدې مودې راهیسې یې تره هم پوډري شوی او دی اړ دی چې د خپلې کورنۍ ترڅنګ د تره درې کسیزه کورنۍ هم وچلوي.
«پلار مې مړ دی، تره مې پوډري شوی، بل څوک نشته چې کار وکړي، زه خیرات ټولوم.»
اووه کلنه شګوفه بیا د جلالاباد ښار لویدځې څنډې دوسرکې په څلور لارې په خیر ټولولو بوخته ده. کله مې چې له شګوفې د سوال کولو علت وپوښت، ویېویل چې پلار یې ناروغ دی او دا له خپلې مور سره په سوال پسې راوتې او په سړکونو خیر ټولوي. « پلار مې د ګردو تکلیف لري. ښار کې خيرات ټولوو.»
د شګوفې مور ۲۲کلنه زرغونه هم تاییدوي چې له بدې ورځې سوال کوي. نوموړې وايي سهار وختي له خپلې لور سره ښار ته راوځي او د سوال په پیسو، هم د مېړه درملنه کوي او هم د کورنۍ نفقه برابروي.
«خاوند مې ناروغ دی له مجبوریت نه راځو خيرات ټولوو، وایم راځه چې دواړه لاړې شو خيرات به راټول کړو او ماشومانو ته به یې یوسو.»
د جلالاباد ښار ځايي اوسېدونکي هم په ښار کې له شتو بېوزله، په تېره بیا سوالګرو سره خواخوږي څرګندوي، خو ترڅنګ یې وايي چې حکومت باید د دوی غمه وخوري او اسانتیاوې ورته برابرې کړي. د جلالاباد اوسېدونکی سخي جان وايي:«حکومت باید د دوی غم وکړي، دوی سره مرستې وکړي.»
په ورته مهال حکومتي مسوولین وايي چې د سرې میاشتې په همکارۍ یې په جلالاباد ښار کې د سوالګرو د راټولولو لړۍ جاري ساتلې ده. د ننګرهار کار او ټولنیزو چارو رییس فریدالله حقاني وايي، نږدې ۴۱۵تنه سوالګر ماشومان د ښار له بېلابېلو برخو راټول شوي، خو په خبره یې د دغو ماشومانو له ډلې ۲۸۰تنه یې حرفوي یا کسبګر سوالګر وو.
حقاني زیاتوي چې حرفوي سوالګر د سرې میاشتې ټولنې او پاتې نور یې د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوندو حرفوي زدهکړو مرکزونو ته معرفي شوي دي.
له دې سره هممهاله د افغانستان سرې میاشتې ټولنه د سوالګرو ماشومانو له کورنیو سره د مرستو ډاډ ورکوي. د افغانستان سرې میاشتې ټولنې ویاند عرفان الله شرفزي وایی، کوم ماشومان چې د خپلې کورنۍ د نفقې مسوولیت لري، د زدهکړو او تعلیمي زمینو د برابرولو ترڅنګ یې له کورنیو سره مرستې هم کېږي چې عمري له سوال کولو خلاص شي.
«داسې کورنۍ شته چې سرپرست یې ماشومان وي، داسې کورنۍ په ننګرهار کې راټولې شوي او ټولنيزو چارو وزارت ته سپارل شوي. دغو کورنیو ته افغاني سره میاشت، هره میاشت نغدې مرستې کوي او دوی ته د حرفوي زدهکړو زمینه برابروي تر څو په خپلو پښو ودريږي.»
عرفانالله شرفزوی زیاتوي چې تېر کال د هر فرد پر سر ۲زره افغانۍ ورکول کېږي، خو سږکال به بودجې ته په کتو، دوی سوالګرو سره د مرستې په پار اقدام وکړي.
« تېر کال هرې کورنۍ ته د کس په سر۲زر ه افغانۍ ورکول کېدې . یعنې که په یو کور کې لس کسه وای؛ نو ۲۰ زره افغانۍ به یې ورکولې، خو سږ کال بودجې ته په کتو یوه اندازه کموالی راغلی دی.»
د نظر خاوندان بیا وايي که چې په هېواد بېروزګاري او غربت مهار او د سوالګرو کورنیو غړو ته کاري فرصتونه برابر شي، دغه پدیده دایمي ډول کنټرولېدلی شي. منبع کلید
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/30614